پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ستاسو د ۲۰۱۸م کال کړنې په دې دلالت کوي چې په ۲۰۱۹م کال کې به یې بیا تکرار کړئ
بسم الله الرحمن الرحيم
ستاسو د ۲۰۱۸م کال کړنې په دې دلالت کوي چې په ۲۰۱۹م کال کې به یې بیا تکرار کړئ

(ژباړه)

خبر:

ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه پیغام کې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر پوټین، د انګلیستان لومړي وزیر تریزامي، د فرانسې ولسمشر ماکرون ایمانول، د چین ولسمشر شي جېنپینګ او د هند لومړي وزیر نریندرامودي ته د نوي کال مبارکي وویله. اردوغان د نوي کال په پیغام کې خپل امریکایي سیال ته د «محترم ښاغلی ولسمشر او زما ګران ملګری» کلمې وکارولې او ویې ویل: «تېر کال ترکیه او د امریکا متحد ایالات په خپلو ډېرو ستونزو بریالي شول او د دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو لپاره یې له خپلو غوښتنو سره سمې پراخه هڅې وکړې.»

(سرچینه: http://www.haber7.com/siyaset/haber/2795595-erdogandan-trumpa-yeni-yil-mesaj)

تبصره:

له بده مرغه چې اردوغان یادو شوو کافرو امپریالیستو ولسمشرانو ته چې په اسلامي خاورو یې تېری کړی، مسلمانان یې وژلي او ظلم یې پرې کړی؛ د نوي کال په پیغام کې په دې ټینګار کړی چې د ګډو هڅو او ستراتیژیکو موخو په پراخوالي سره به د متقابل احترام او رښتینو خبرو پر اساس دوه اړخیزې اړیکې پرمختګ وکړي.

خو ترکیې له امریکا سره په ۲۰۱۸م کال کې او هغه وړاندې کومې ګډې هڅې کړې؟ د خلکو او بشریت لپاره یې کوم ښه کار کړی؟ له امریکا سره د ستراتیژیکې ملګرتیا پایله څه ده، چې عامې ټولنې او د ترکیې خلکو ته یې وړاندې کړې؟ تاسو ووایاست، تر اوسه امریکا د ترکیې کومه ستونزه حل کړې؟ د خپل قدرت د ساتلو لپاره ولې له دا ډول فساد سره مخ شوي یئ؟

ایا په سوریه کې د روسیې عام وژنه چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې دوام لري، نه وینئ؛ هغه حالت چې په ۲۰۱۹م کال کې یې لاهم دوام غواړئ؟ ایا له هغه څه خبر نه یئ، چې چین یې د ختیځ ترکستان د اویغور له مسلمانانو سره کوي؛ په داسې حال کې چې بیا هم د خپلو بې ارزښتو سوداګریزو تړونونو دوام ته لېواله یئ؟ ایا داسې څوک شته چې د انګلیس او فرانسې له امپریالېزم څخه خبر نه وي؟ په داسې حال کې بیا هم له دوی سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوئ؟ هغه څه مو هېر کړل چې یو وخت د هند حکومت (د اسلام دښمن) له کشمیر سره وکړل او اوس ورڅخه دا ډول غوښتنه کوئ؟

کله چې له ۲۰۱۸م کال څخه وړاندې ځیر شئ، څه وینئ؟ د  ۲۰۱۸م کال کړنې مو په دې دلالت کوي، چې په ۲۰۱۹م کال کې به یې هم وکړئ. اوس یو ځل ۲۰۱۸م کال ته کتنه کوو:

اسلامي هېوادونه له سختو ظلمونو او شکنجو سره مخ شول. د مسلمانانو وینې په ویالو کې بهېږي او وچې ځمکې خړوبوي. د کفارو او د دوی د مرستیالانو چټل لاسونه د مسلمانو ښځو عزت ته ورسېدل. د امپریالیست کفارو لخوا د مسلمانانو بې عزتي، د دوی د پانګو لوټل او پر دوی ظلم کول به روان کال هم دوام ولري. لنډه دا چې ۲۰۱۸ له ۹۵ کاله وړاندې سره هېڅ توپیر نه لري، هغه کال چې خلافت پکې له منځه لاړ. د اسراء او معراج سپېڅلې خاوره چې د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، تر اوسه یعنې تر ۲۰۱۸م کال پورې د صهیونیستي دولت په اشغال کې ده. صهیونیستي دولت د فلسطین په هره برخه تېری او ظلم کوي. کبرجن متحد ایالات بیت المقدس ته د خپل سفارت په لېږدولو سره د اسلامي خاورو له ډارنو چارواکو څخه جرات واخیست.

د سوریې خلکو یو بل کال هم په داسې حال کې تېر کړ چې د بمونو غږ د عامو له چیغو او ستاسو د مننې له غږ سره چې له خپل ملګري روسیې څخه مو کوله، ملګری و. هغه کسان چې ستاسو په لارښوونه یې له انقلاب سره خیانت وکړ، په ۲۰۱۸م کال کې ډېر بربنډ شول. تاسو ویل چې د سوریې د انقلاب په څنګ کې یو، خو لاسونه مو د اسد رژیم ته په لاس کې ورکړل. له دې وروسته انقلاب د یو شمېر مسلمانانو او سوریایي خلکو له ملاتړ پرته یوازې پاتې شو. دا د میانمار لپاره د ناهیلۍ، د ختیځ ترکستان لپاره د یوازیتوب او د د ټولو اسلامي خاورو لکه سوډان او لیبیا لپاره د غچ اخیستلو کال و.

د ترکیې لپاره ۲۰۱۸م کال هم بل ډول نه و. د انګلیس پارلماني نظام خپل ځای د امریکا ریاستي نظام ته پرېښود. تاسو ویل چې د ریاستي نظام په راتګ سره به هر څه سم شي او خلک مو په دا ډول دروغو سره وغولول.

په همدې توګه، بیا مو هم مخلص مسلمانان وځورول. تاسو هغه کسان چې خلافت غواړي په ناعادلانه او ناقانونه محکمو سره زنداني کوئ، په داسې حال کې چې د برونسون کشیش مو یوازې د ټرمپ په غوښتنه امریکا ته وسپاره.

لنډیز: که چېرې ۲۰۱۸م کال ته پام وکړئ، هېڅ داسې قضیه به ونه وینئ چې په هغې کې د امت خیر وي. د دې لپاره چې اسلامي امت ټوټه ټوټه شوی، نو دا امت داسې یوه خلیفه ته اړتیا لري چې پولې، لښکر او پانګې یې سره یو ځای کړي. هیله من یو چې ۲۰۱۹م کال د اسلامي امت د ستونزو د حل کال ويږ هغه کال چې په راتګ سره د امت له دبدبو څخه ډکې ورځې اعلان کړي. هغه کال چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دولت پکې یو ځل بیا نړۍ ته را وګرځي. هیله من یو چې په دغه کال کې د توحید لوا اسمان ښکلی کړي، خیانتکار حکومتونه په پرله پسې توګه له صحنې بهر شي او امپریالیست کفار د ځان پټولو لپاره د یو ګوښه ځای په لټه کې وي. الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو چې په ۲۰۱۹م کال کې دویم راشده خلافت تاسیس شي. باوري اوسئ، ځکه دا کار د الله سبحانه وتعالی لپاره ستونزمن نه دی.

محمد کار

د حزب التحریر-ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر رییس

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې